پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو پر دوام، په تازه نښتو او بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
په لومړۍ پېښه کې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله کې شوې، وسلهوالو د اېفسي ځواک پر یوه مرکز ډلهییز برید کړی او دوه سرتېري یې، وژلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو دا برید یې شنډ کړی اؤ د دوؤ ځانمرګیانو په ګډون یې پينځه ترهګر وژلي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسلهوالو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د قلعه عبدالله په ګلستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې ته نږدې چاودنه ورکړې او نښته رامنځته شوې.
پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله بیا راپور ورکړی چې چاودنه د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې او ګڼ سرتېري پهکې وژل شوي او ټپیان دي.
بلخوا د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د پاکستان د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه پېښې داسې مهال کېږي چې تېرکال د دغه هېواد د یوشمېر څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، بلوچستان او خېبرپښتونخوا هغه ایالتونه یاد شوي چې د امنیت ضد ډېرې پېښې پهکې رامنځته شوي دي.