پاکستان کې د امنیتي پېښو زیاتېدو سره هممهاله د دغه هېواد لوی درستیز عاصم منیر وايي چې افغانان دغه هېواد کې په بریدونو کې ښکېل دي.
د پاکستان لوی درستیز دغه څرګندونې پرون دوشنبه د جولای اوومه د خېبرپښتونخوا یالت اړوند قبایلي مشرانو په ناسته کې کړي او ادعا یې کړې چې دغه هېواد کې په بریدونو کې د افغانانو ښکېلتیا به د سیمې امنیت لپاره ګواښ رامنځته کړي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د پوځي چارو کارپوهان بیا پر دې باور دي چې د پاکستان امنیتي وضعیت له هغه پېچلی دی چې تر شا دې یې د افغانانو لاس وي.
د پوځي چارو کارپوه صادق شینواري سلاموطندار ته وویل: «پاکستان کې امنیت وضعیت دغه هېواد کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو یوه برخه ده. امریکا غواړي د پاکستان له لارې افراطیت د چین نږدې برخو ته نفوذ وکړي.»
په ورته مهال د پوځي چارو یو بل کارپوه اسدالله ندیم وايي چې پاکستان کې روان وضعیت د دغه هېواد د ناسمو تګلارو له کبله دی او په وینا یې، پاکستان تل په بهرني سیاست کې له اسلامي سیاست د ابزار په توګه استفاده کړې ده.
نوموړي وویل: «افراطیت د پاکستان کورنۍ مسله ده او رېښه یې په ټولنه او د دغه هېواد ناسمو پالیسو پورې تړلې ده. پاکستان بهرني سیاست کې له اسلامي سیاست تل د ابزار په توګه استفاده کړې او ښايي دغه مسله یې نن ځانته بلا ګرځېدلې وي.»
که څه هم پاکستاني چارواکو تېرو دوو کلونو کې په وار وار له افغانستان څخه د ګواښ پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې، خو دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دغه هېواد کې د جمعیت علمای اسلامي پر یوې غونډې برید وشو.
د یادو اندېښنو لهمنځه وړو لپاره د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد دې وروستیو کې وویل، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، جنګ یې جهاد نهدی، خو ښکاري چې دغو څرګندونو هم مثبته پایله نه ده ورکړې.
دې ټولو سربېره، د چارو کارپوهان ټینګار کوي او وايي، داسې شرایطو کې چې پاکستان جدي سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی، د ترهګرۍ مسلې څځه د افغانستان پر وړاندې ناوړه ګټه اخلي.
نظامي کارپوه عبدالواحد طاقت په دې اړه وویل: «پاکستان په دې کړنو سره غواړي د ا.ا امیرالمومنین تر فشار لاندې راولي، څو وايي چې پاکستان کې جهاد روان نه دی.»
د يادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو وخت نا وخت د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي مهارولو لپاره د عملي ګام پورته کولو خبرداری هم ورکړی دی.