Asset 1SWN

غزه کې بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو له امله د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال ۱۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جولای نهمه، راپور ورکړی چې په وژل شویو کې اووه کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي او ۵۷ نور مرسته ترلاسه کوونکي بیا ټپیان دي.

د وروستیو اوونیو پرمهال غزه کې ډېری هغه کسان په نښه شوي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکې ته راټول شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد مرکز چې د امریکا او اسراییلو تر کنټرول لاندې فعالیت لري، د مې له اوومې راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۷۷۳ کسان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره دې مرکز ته ورغلي وو، وژل شوي دي.

۵۱۰۱ کسان بیا ټپیان دي.

غزه کې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې، تراوسه څه باندې ۵۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۰زره نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام