د اسراییلو د پوځ د تازه عملیاتو پرمهال په غزې تړانګه کې لږترلږه ۸۳ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې ۶۱ کسان په غزې ښار کې وژل شوي او د اسراییلو له لوري دغه پراخ پوځي عملیات په داسې حال کې دوام لري چې پر تلابیب د احتمالي بندیزونو د ګواښ امکان ډېر دی.
اسراییلي ځواکونه وایي، عملیات د وسلهوالو ډلو په هدف او د امنیت د ننګونو د حل لپاره کېږي، خو د بشري حقونو سازمانونه او څارونکي د ملکیانو پراخې قربانۍ، د کورونو ویجاړتیا او د بشردوستانه خدمتونو د کمښت په اړه ژوره اندېښنه ښيي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو د احتمالي حقوقي او اقتصادي اقداماتو له هغې ډلې د بندیزنو یادونه کړې او د شخړې د سختېدو پر وړاندې یې خبرداری ورکړی دی.
بلخوا د نړيوالو مرستو رسولو ادارې وايي چې د مرستو محدوديتونه، بېکوره کېدل او د خوړو کمښت، د انساني ناورین خطر لا زیات کړی دی.
غزه کې د اسراییلو له لوري د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۶۵زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۶۵زره نور کسان ټپیان شوي دي.