غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو د هوایي بریدونو په پایله کې لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه سرچینې زیاتوي چې په وروستیو بریدونو کې د مرکزي غزې په دیرالبلح کې د الاقصی شهداء روغتون نږدې د بېځایه شویو دوه خیمې او د ښاروالي په میدان کې یوه بله خېمه په نښه شوې چې له کبله یې څلور فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.
د اسراییل پوځ د سهشنبې له شپی څخه د چهارشنبې سهار پورې د هستوګنې ودانیو او د بېځایه شویو د اوسېدو ځایونه په نښه کړي له امله یې د وژل شوی شمېر زیات شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپورونه وايي چې لاهم څو تنه ورکه دي او ټپیان هغه روغتونونو ته لېږدول شوي چې محدود امکانات لري.
فلسطیني سرچینې وایي چې اسراییلو اته کورونه په نښه کړي چې بشپړ ویجاړ شوي او په دې برید کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. د فلسطیني ډاکټرانو په وینا، په وژل شویو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.
بلخوا د اسرائیل پوځ د چهارشنبې پر ورځ د خپل یو سرتېري د وژلکېدو خبر ورکړی. پوځ ویلي چې ۳۷ کلن یونا افرایم فلدباوم د سهشنبې پر ورځ د غزې په سوېل کې په جګړه کې وژل شوی دی.