غزه کې چارواکي وايي چې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۳۸ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې د نن ورځې «شنبه، سپټمبر ۲۷مه» سهار راهیسې پیل شوي دي.
د دغو خونړیو پېښو تر ټولو دروند برید د نُصَیرات په مرکزي کډوالو کمپ کې شوی چې د یوه کور ودانۍ راپرېوتی او ګڼشمېر غړي یې مړه شوي او ټپي شوي دي.
عیني شاهدان وایي، د کورنۍ ښځې او ماشومان هم د قربانیانو په منځ کې دي او د خاورو او ډبرو لاندې د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې روانې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې ډاکټران او ژغورونکي وايي، روغتونونه د ټپیانو د زیاتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه وسایل او درمل په کافي اندازه نهلري. د بشري حقونو فعالان د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره بېړنۍ اقدام وکړي.
د غزې اوسېدونکي د روانو بریدونو له امله د ژورې وېرې او اندېښنې حالت کې ژوند کوي. د هغوی په وینا، کورونه، جوماتونه او حتی د بازار سیمې هم له بریدونو خوندي نهدي او هره شېبه د مرګ سیوری ورباندې خپور دی.