غزه کې د اسراییلو د تازه بریدونو پر دوام د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسل وايي چې اسراییلي ځواکونو بېګاه شپه د خان یونس اړوند سیمو کې د بېځایه شویو پر کمپونو بریدونه کړي دي.
نوموړي ویلي: «د خان یونس په المواسي سیمه کې د بېځایه شویو کورنیو د هستوګنې په څو خیمو باندې د اسراییلو د دوو توغندیو د مستقیم برید وروسته لږترلږه ۱۶ کسان شهیدان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
باسل همداراز زیاته کړې چې د بیتلاهیا په شمالي ښارګوټي کې پر خېمو برید کې اووه نور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او المواسي سیمې ته نږدې، یوه بل برید کې پلار او د هغه ماشوم وژل شوي دي.
پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه کې چې د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره په یوه اړخیزه توګه د اوربند له ماتېدو وروسته پیل شوي، تر دې مهاله سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
همداراز دې موده کې زرګونه کورنۍ یو ځل بیا له خپلو سیمو بېځایه کېدو ته اړ شوي دي.