Asset 1SWN

پکتيکا کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ درېوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

بذلبا

د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رياست څخه نن پنجشبنه، غويي ۴مه، په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ابتدایه، لاړ ابتدایه او لواړګې اډه ابتدایه هغه ښوونځي دي پخوا يې ودانی نه درلودې، اوس يې د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی.

خبرپاڼه کې د پوهنې رياست د مسوولانو له قوله ويل شوي چې د پوهنې په برخه کې د خلکو اړتیاوې او غوښتنې په پام کې نیول کېږي او د هغو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښوونځيو یادې ودانۍ به هر اته خونې، احاطه، د اوبوسېسټم او همدارنګه د تشنابونو معیاري سېسټم  ولري. خبرپانه کې ويل چې د ښوونځيو د ودانيو چارو پيل ته د برمل ولسوالي اوسېدونکي خوښي څرګندوي.

دوی زیاتوي چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړېدو سره به په دغه ولسوالۍ کې د زده‌کړو بهیر لا پیاوړی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام