Asset 1SWN

سلام وطندار

اسیا جام؛ هند د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه کې عمان سره لوبېږي

406265

د اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې نن جمعه، سپټمبر ۱۹مه له A ګروپ څخه د هند کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې لوبېږي.

هند او پاکستان دواړو له دې ګروپ څخه د یاد جام بل پړاو ته لاره موندلې ده. عمان خپلې ټولې لوبې بایللي او د مخته تګ چانس نه‌لري.

بېګاه بیا د یاد جام له بي ګروپ څخه افغانستان هم خپله سیالي سریلانکا ته وبایلله چې ورسره سریلانک او بنګله‌دیش له B ګروپ څخه بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

په ورته مهال د هند لوبډله به نننۍ لوبه کې ځینې ځوان لوبغاړي او کم لوبېدونکو توپ‌وهونکو ته د لوبېدو چانس ورکړي، څو د سوپرفور پړاو لپاره تجربه ترلاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عمان هم غواړي چې د هند پر وړاندې لوبې څخه څه زده‌کړي او راتلونکي T20 نړیوالو سیالیو ته ځان چمتو کړي.

د هند وروستۍ پنځه T20 لوبې د بریا او یوې ماتې په ترتیب وې، پداسې حال کې چې عمان خپلې پنځه وروستۍ لوبې ټولې بایللې دي.

ننۍ لوبه د دواړو ټیمونو لپاره مهمه تجربه ګڼل کېږي، که څه هم د ګټې لپاره به پر هند دومره فشار نه‌وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام