Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې وسله‌وال بریدونه؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

PAKISTAN-UNREST-LAHORE

د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌‌والو بریدونو پرمهال ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

لومړی برید د یاد ایالت په کُرمه ولسوالي کې شوی چې په‌کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دغه برید وروسته د پاکستان پوځ د یادې مرګ‌ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي، خو یوې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته تایید کړې چې په وسله‌وال برید کې یاد سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

له دې برید پرته په شمالي وزیرستان کې هم د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. برید د سرتېرو د موټرو پر کاروان شوی دی. د پاکستان پوځ په یاد برید کې د وسله‌والو د وژنې دعا هم کړې.

یوې سرچینې بیا پاکستاني رسنیو ته تایید کړې چې دغه برید کې ۲۲ سرتېري ټپیان شوي هم دي.

همداراز تېره ورځ شنبه هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې روان کال د دغه هېواد د پوځ او نظاميانو پر وړاندې وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز یوه راپور کې ویلي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال شاوخوا ۱۰۰۰ پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام