Asset 1SWN

سلام وطندار

وسله‌وال برید؛ لس پاکستاني سرتيري وژل شوي او دوه ټپیان دي

پاکستان-برید

د خېبرپښتونخوا په سوېلي ولسوالي ډېرهاسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ پر پوسته د وسله‌والو برید له امله لس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، وسله‌والو برید ماښام کړی او له همدې له کبله امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برید د درازنده ښار څخه لس کلومټره لرې په ختیځ کې، د ډېره اسماعیل‌خان لوري ته په مرکزي سړک د امنیتي ځواکونو پر پوسته شوی دی.

د برید مسوولیت تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې برید یې، د خپل مشر قرېشي او ملګرو په غچ کې کړی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، وژل شوي سرتېري د پاکستان اېف‌‌سي‌ ځواک اړوند سرتېري دي او د ټپیانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دوی زیاتوي چې له برید وروسته سیمې ته نور سرتېري هم ورلېږدول شوي او د وسله‌‌والو برید په شاه تمبول شوی دی. له برید وروسته سیمه کې د لټون عملیات هم پیل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

درازنده د ډېره اسماعیل خان ښار څخه نزدې ۷۰کلومټره سوېل‌‌لوېدیځ کې موقعیت لري او د بلوچستان ایالد ژوب او سوېلي‌‌وزیرستان سره پولې لري.

له دې وړاندې هم د پاکستان په دغه ایالت او نورو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال د یاد هېواد سرتېري او نظامیان په نښه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام