Asset 1SWN

سلام وطندار

هایټي کې وسله‌وال برید؛ لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

2024-10-03T215840Z_36954977_RC26DAAJ1QRB_RTRMADP_3_HAITI-HUNGER-1728063278

د هایټي په مرکزي ښارګوټي کې د ګران‌ګریف ډلې «بانډ» وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰۰ نور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونوعالي کمېشنرۍ دفتر «جمعه، اکتوبر پنځمه» وویل چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د پورټ‌اوپرنس شمال لوېدیځ ته په ۱۰۰کیلومترۍ کې، په پونټ‌سونډ کې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، په برید کې ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي. یادې ډلې ۴۵ کورونه او ۳۴ موټرونه هم سوځولې دي.

د هایتي لومړي وزیر ګیري کوونېل دغه برید غندلی دی. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د بې‌دفاع ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو پروړاندې یو ناوړه جنایت نه یوازې د قربانیانو پر ضد برید دی، بلکې د ټول هایتي ملت پر وړاندې برید دی.»

تراوسه د دغه برید لامل نه‌دی معلوم، خو یاده سیمه کې ډېری بریدونه د ګران‌ګرېف بانډ له لوري کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، روان کال دغه هېواد کې د وسله‌والو «بانډونو» ترمنځ نښتو کې ۳۶۶۱ کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام