د اریانا افغان هوايي شرکت مشر عبدالولي صدیقي کابل کې یوې غونډې ته ویلي، تر دې وروسته به هره اونۍ د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه د چین ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کوي.
دی وایي، دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا لپاره شوی دی.
د هغه په وینا، د چین ارومچي ښار ته اونۍ کې دوه ځلې الوتنې به د سوداګرو ننګونې راکمې کړي.
ده زیاته کړه، د تېرو څلورو لسیزو جګړو د دغه شرکت فعالیت تر اغېز لاندې راوستي وو، خو د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د اریانا افغان هوايي شرکت د ظرفیتونو بیا احیا کولو لپاره تازه هڅې پیل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړیکو ښه کېدو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ ډېره شوې.
ده وويل، ٢٠٢٤ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ١.٥ میلیارد ډالرو ته رسيږي چې تر هغه مخکې کال په پرتله ١٩ سلنه زیاتوالی ښيي.
ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعيم وردک ارومچي ښار ته اونۍ کې د دویمې الوتنې پیلېدل د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم بولي.