Asset 1SWN

د ارجنټاین ولسمشر ټاکنیز کمپاین کې د خلکو له‌خوا په ډبرو ویشتل شوی

2025-08-27T194012Z_834012251_RC2UFGAP6FXF_RTRMADP_3_ARGENTINA-POLITICS-MILEI-1756333302

د ارجنټاین ولسمشر جاویر میلې د زامورا په ښارګوټي کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال له سختو اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ولسمشر د موټرو کاروان پر لوري د اعتراض‌کوونکو له‌خوا ډبرې، بوتلونه او نور توکي ویشتل شوي چې له امله یې نوموړی له دې کمپاین روغ وتلی دی.

د ولسمشر ویاند، مانوئل اډورني، پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې ولسمشر او د هغه خور، کارینا میلې چې د ولسمشرۍ د ادارې عمومي منشي ده، په دې پېښه کې ورته زیان نه‌دی اوښتی.

خو د دې پېښې پرمهال د ولسمشر د ملاتړ کوونکو او مخالفانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې لږترلږه درې کسان ټپیان شوي او دوه نور نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا اعتراضونه د فساد اړوند د یوې قضیې د رابرسېره کېدو په تړاو شوي چې په‌کې د ولسمشر خور، کارینا میلې، د معلولینو د ملي ادارې له پخواني مشر، ډیګو سپاګنولو، سره د رشوت ورکولو ادعاوې مطرح شوې دي.

د ولسمشر حکومت دغه پېښه د «سیاسي تاوتریخوالي» په توګه یاده کړې ده.

دا پېښه د ارجنټاین د ټاکنو د کمپاین په حساس وخت کې رامنځته شوې چې د سپتمبر په ۷مه د بوینس‌ایرس په ولایت کې سیمه‌ییزې ټاکنې او د اکتوبر په ۲۶مه ملي ټاکنې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام