دفاعي اتلې لوبډلې ارجنټاین نن یکشنبه، جولای ۱۵مه د کوپا امریکا فوټبال سیالیو په پایلوبه کې کلمبیا ته ۱-۰ ماته ورکړه او د ۱۶م ځل لپاره یې، دغه اتلولي وګټله.
دغه لوبه چې په ۹۰ دقیقو کې له ګول پرته پایته ورسېده، د اضافي دقیقو په ۱۱۲مه دقیقه کې ارجنټاین ته لوتارو مارټینز ګولوهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې بریا ترلاسه کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سیالي د فلوریډا په هارډراک فوټبال نړیوال لوبغالي کې ترسه شوه.
یاده لوبه نږدې یو ساعت وروسته له هغې وځنډول شوه چې ګڼشمېر نندارچیانو له ټکټ پرته لوبغالي ته د ننوتلو هڅه کوله او ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې وه.
ارجنټاین لوبډلې په ۲۰۲۱کال هم د یادو سیالیو اتلولي ګټلې وه او ۲۰۲۲کال کې بیا د فوټبال نړیوال جام هم خپل کور ته وړی و.
له یادې اتلولي وروسته، د دې لوبډلې تکړه لوبغاړي انخل ډيماریا له نړیوال فوټبال سره مخ ښه وکړه او دغه لوبه یې تاریخي وبلله.
د دې ترڅنګ ویل کېږي چې د یادې لوبډلې وتلی ستوری لیونل مسي او نیکولاس اوټامنډي هم هوډ لري چې له نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړه.