Asset 1SWN

اپل شرکت ۲۰۲۵کال کې خپل نوی «ګرځنده ټیلیفون» بازار ته وړاندې کوي

iphone-15-pro-review-10-1695086152260

د موبایل جوړولو او ټکنالوژۍ نړیوال شرکت «اپل» وايي چې ۲۰۲۵کال کې به خپل نوی ځیرک «ګرځنده موبایل» بازار ته وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس «شنبه، مې‌۱۸مه» راپور ورکړی چې پر دې پروژې کار روان دی او اټکل دی چې د ۲۰۲۵کال تر سپټمبره بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اپل شرکت دغه نوی موبایل چې له ای‌فون پروماکس څخه «نازک» ښودل شوی‎، د ۲۰۲۵کال سپټمبر کې به له ای‌فون ۱۷ سره یوځای بازار ته وړاندې شي.

ویل کېږي چې د دغه موبایل بیه به د اپل شرکت اوسني موبایلونو «ای‌فون پروماکس» چې تراوسه یې ۱۵ بڼې بازار ته وړاندې شوي، څو برابره لوړه وي.

د امریکا د کالیفورنیا په کوپرتینو کې مېشت دغه شرکت همداراز د دې نوي موبایل ازمایښتي پړاونه پیل کړي او د یاد شرکت پر وروستۍ ټکنالوژۍ به سمبال وي.

اپل شرکت بازار کې له خپلو سیالانو سره د سیالي لپاره اړتیا درلوده چې د دغه شرکت وتلی محصول، ای‌فون کې بدلونونو راولي، څو وکولای شي، بازار په خپل واک کې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چین هواوې او هانار شرکتونه د اپل سرسخت سیالان بلل کېږي. همداراز سامسنګ هم د روان ۲۰۲۴کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د نړیوال بازار  ۲۰.۸سلنه ونډه درلوده چې د اپل ونډه بیا څه باندې ۱۷سلنه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام