Asset 1SWN

سلام وطندار

راتلونکې اوونۍ هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

پولیو-qndalaufceyxi8fd6rtl3cj728qnr2nyyvve6cm7ig

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق ملي کمپاین پیل شي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه (د وري ۱۹مه) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شي.

یاد بنسټ له خلکو غوښتي چې د پولیو د له‌منځه وړو لپاره له دې پروګرام سره بشپړه همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي، څو دا خطرناکه ناروغي له هېواده په بشپړه توګه ورکه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو یاد بنسټ تر اوسه نه دي ویلي چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي.

بلخوا (د روغتیا نړیوال سازمان) مخکې اعلان کړی و چې تېرکال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایتونو کې وې.

پولیو یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده چې زیاتره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي او د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام