Asset 1SWN

د هېواد ختیځ زون کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

پولیو واکسین

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو د فلج (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه، وږي پنځمه ویلي چې د پولیو ضد دغه کمپاین به د هېواد په ختیځو ولایتونو کې راتلونکې شنبه پیل شي.

د یاد بنسټ په وینا، دغه کمپاین به په درې ولایتونو ـ ننګرهار، لغمان او کونړ کې پلی شي. د ننګرهار په سرخرود، بهسود، خوګیاڼو، بټي‌کوټ او د جلال‌اباد ښار په کچه، په لغمان کې د مهترلام ښار او په کونړ کې د اسعداباد ښار د واکسین د تطبیق سیمې ټاکل شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې کمپاین کې به د هر ماشوم لپاره دوه ډوله واکسین تطبیق شي چې هر ماشوم ته به د څاڅکو په بڼه او هم د ستنې په وسیله واکسین ورکړل شي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ  مسوولان وایي چې دا دواړه واکسینونه د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د فلج د خپرېدو مخه نیسي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ، د هغو ماشومانو شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي چې په دې پړاو کې به واکسین شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام