Asset 1SWN

لوګر کې ۴۰زره څارویو ته د «طاعون ناروغۍ» ضد واکسین کمپاین پيل شو

3537b765-798e-46bc-a99d-fe6fc6cdbcfe

 د لوګر  د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عملي‌کېدو پروګرام پیل شو.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، دغه واکسین به په یوه اوونۍ کې د لوګر په مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د وېترنرانو له لوري وړو څارویو ته عملي شي.

نوموړي زیاته کړه، له دغه واکسین څخه یې موخه واړه څاروي د طاعون ناروغۍ څخه ژغورل او د مالدارانو دوامداره ملاتړ دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


شاهد له مالدارانو وغوښتل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیایي کارکوونکو سره د طاعون ضد ناروغیو واکسین عملي کېدو کې مرسته وکړي.

بلخوا د لوګر ولایت یوه مالدار محمود سلام وطندار راډیو ته وویل، خوښ ده چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري وړو څارویو ته د طاعون ضد ناروغۍ واکسین ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کال لوګر ولایت کې د یادې ناروغۍ له امله د ځايي اوسیدونکو او کوچیانو سلګونه څاروي له مېنځه شي.

طاعون ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ میلادي کال کې په افريقا کې وليدل شوه او اوس په افريقا، هند، منځني ختيځ او د افغانستان په ګډون يوشمېر نورو سيمو کې هم ليدل کېږي چې څارويو ته زيان اړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام