د هرات محلي چارواکي وایي چې نهه کلن محمدامیري چې هېڅکله ښوونځي ته نهدی تللی، په خپل استعداد سره توانېدلی چې په خپلواکه توګه اته ژبې زدهکړي.
د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، نن (زمري ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماشوم په دري، پښتو، انګلیسي، جرمني، عربي، فرانسوي، ترکي او اردو ژبو خبرې کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمدامیري هرو دوو میاشتو کې یوه نوې ژبه زدهکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات والي نوراحمد اسلامجار، د دې نابغه ماشوم له لیدنې وروسته ویلي چې د ده د علمي ودې او پرمختګ لپاره به هر اړخیز ملاتړ کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې محمدامیري په ریاضي کې هم ځانګړی استعداد لري او په جمع، تفریق او ضرب کې یې د پام وړ وړتیاوې ښکاره کړې دي.