Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې د چرګانو پالنه؛ مېرمنې: اقتصادي وضعیت ښه‌کېدو کې مرسته کوي

14B81819-3B16-463C-9582-D1F2315E31B5_w1200_r1

په غزني کې د چرګانو فارمونه د دې ولایت د یوشمېر ښځو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. دغه مېرمنې وايي، کورونو کې د چرګو پالنه د تفريح ترڅنګ، د دوى د کورنيو اقتصادي وضعيت له ښه‌کېدو سره مرسته کړې.

د غزني د مرکز د غیب قلندر کلي اوسېدونکې زهره چې شاوخوا  دوه کاله وړاندې یې په خپل کور کې د چرګانو پالنې فارم جوړ کړی، اوس په‌کې له ۸۰ څخه  زیاتې چرګې لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زهره له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې د خپل ورځني عاید  څخه له ۶۰ تر  ۷۰ سلنې ډېر بېرته د چرګانو د خوراکي موادو په اخیستلو لګوي او ډېر کم عاید ورته پاتې کېږي.

نوموړې وايي: «هر ورځ ۶۰ یا ۵۰ هګۍ پلورم، او له یاد پیسو نیمايي څخه زیاتې د چرګانو په خوراک او دانه لګوم. ډېرې کمې ماته پاتې کیږي. غوښتنه مو له مؤسسو داده چې راسره همکاري وکړي. یو ستر ځای راته جوړ کړي. اوس که اویا یا اتیا چرګې پالم هغه وخت به زیاتې ولرم.»

د غزني یوه بله اوسېدونکې فهمیه چې د خپلو دوستانو په هڅونه یې د کورنیو چرګانو فارم جوړ کړی، تراوسه بیا نه ده توانیدلې چې ترې ښه ګټه وکړي.

دې وویل: «یوازیني دلیل چې د چرګانو فارم جوړولو ته مې مخه کړه هغه د بی کارۍ وجه وه. سخته یې ځورولم. دا چې خپلوانو نه مو یو چا د چرګانو فارم درلود او له عاید یې زیاته راضي وه، نو دا وجه شوه چې زه هم  دا کار پیل کړم، که څه هم د کور ټول مصرف مو نه پوره کوي خو یو څه ستونزې مو پرې حل دي.»

بل‌خوا د مالدارۍ او اقتصادي چارو شنونکي د کورنیو چرګانو فارمونه د اقتصادي ستونزو په حل کې اغېزمن یادوي. دوی په ځانګړي ډول د هغو مېرمنو لپاره ددغو فارمونو لرل ډېر ګټور ګڼي چې د کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده.

د مالدارۍ چارو کارپوه حبیب الله فیضي وايي: «دچرگانو سلامتیا یو مهمه خبره ده، په کار ده کورنیو ته د بعضې سیمینارونه له لاری لارښونی وشي چی د چرگانو لپاره چی دی، څنگه فارمونه جوړ کړي. دا فارمونه څه ډول ګرم وساتي، کوم ډول واکسینو څخه استفاده وکړي، کومې دواګانې وکاروي. اساسي ستونزه د برېښنا نشتون دی، چې د ځينو فارمونو په ښه وده کې مرسته کولای شي. لازمه ده چې ځينې تخنیکي وسایل هم ورکړل شي او کله چې دا ډول اسانتیاوې نه وي، طبیعي ده چې فارمونه ښه وده نشي کولای. او دا ټولې چې په اقتصاد پورې تړلې دي.»‌

د اقتصادي چارو یوه بلکارپوه حسن رضا شایان‌فر وویل: «یوه کورنۍ او بیا خصوصا هغه میرمن چې د کور سرپرستي لري، دا چې په شرکتونو او حتی د حکومت په چوکاټ کې ورته د کار اسانتیا نشته، نو د کوچینو کاروبارونو لرل ورته مهم دي، دا نو د چرګانو فارمونو جوړول، د قالینو جوړول او کورني محصولات کولی شي چې د دوی اقتصاد ښه کړي او ستونزې یې تر یوه بریده حل کړي.»

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې د چرګانو ۷۳۰ فارمونه شتون لري چې له دې جملې څخه یې ۱۰ فارمونه د ښځو له خوا اداره کېږي.د غزني د کرنې ریاست د چرګانو ساتنې عمومي مدیر محمدشفیق له سلام وطندار سره خبرو کې دغه‌راز له خپلو هڅو هم یادونه وکړه چې دغه ریاست یې له مېرمنو څخه د ملاتړ په برخه کې لري.

نوموړي وویل: «د غزني په کچه په ټولیز ډول د چرګانو پالنې ۷۳۰ فارمونه فعالیت لري. له دوي څخه یې ډېر کم یوازې تر لسو پورې یې داسې دي چې د ښځو له خوا جوړ شوي دي. په دغه فارمونو کې له پینځوسو تر سلو پورې چرګې ساتل کیږي. په زیاتو ځایونو کې داسې شته چې مېرمنې په کې بوختې دي. زمونږ هڅه داده چې له دوي سره اړینه همکاري وکړو. ستونزې یې حل کړو. روزنه ورکړو او د وسایلو مرسته ورسره وکړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باور دا دی که کوچني فارمونه زیات شي، ورسره به د کورنیو د ژوند ښه کیدو او مېرمنو په اقتصادي پیاوړتیا کې اړینه مرسته شوي وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام