Asset 1SWN

شنونکي: پر افغانستان د پاکستان د تورونو تر شاه د دوی او د امریکا ګټې نغښتي

A State Department contractor adjust a Pakistan national flag before a meeting between U.S. Secretary of State John Kerry and Pakistan's Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan on the sidelines of the White House Summit on Countering Violent Extremism at the State Department in Washington February 19, 2015.      REUTERS/Joshua Roberts    (UNITED STATES - Tags: POLITICS)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تازه د دغه هېواد پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې غونډې پرمهال یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» غړي افغانستان کې شتون لري.

هغه له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو ساتلو لپاره باید افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي مشران پاکستان ته وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان کورنیو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې هېواد کې یې د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۶مه پر چینايي انجینیرانو شوي برید کې کارول شوی موټر افغانستان کې چمتو شوی او بریدګر هم افغانستان کې روزنه لیدلې وه.

دې سره، د نړیوالو او پوځي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، پاکستان افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور په اړه په دوامداره ټینګار سره پر اسلامي امارت د فشار راوړلو او د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي وویل، پاکستاني چارواکي هغه هېواد کې پر چینايي وګړو برید کې د افغانستان لاس لرلو تور په لګولو سره غواړي، د کابل او بیجینګ اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.

هغه وویل: «پاکستان چې کوم تورونه لګوي، لومړۍ خپلې موخې مخته وړي، دویم د امریکا هدفونه مخته وړي. پاکستان پر افغانستان د تورونو په لګولو سره غواړي چې فشار راولي د سیمې په کچه، څو پر افغانستان او سیمه کې د لوېدیځ او امریکا پروګرامونه پلې کړي. پاکستان غواړي افغانستا کمزوری وي او نه‌غواړي چې سیمه کې خپل پروګرامونه پلې کړي.»

د پوځي چاروکارپوه عبدالواحد طاقت همداراز وویل چې ټي‌ټپ‌پي‌ د پاکستان په لاس روزل شوی او اوس یې کنټرول د پاکستان او اسلامي امارت له توانه وتلې خبره ده. «ټي‌ټي‌پي یو ځواک شوی چې پېښور او کوېټه کې عملیات کوي او دا زموږ لاس کې نه‌‌‌دي، هغوی خپلواک دي او د هغو هېوادونو له‌خوا تقویتېږي چې سیمه کې خپلې ګټلې لري او د اسلامي امارت تر نظر لاندې نه‌دي.»

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم پاکستان کې پر چینايي انجینیرانو برید کې د افغانانو لاس لرلو ادعا په غبرګون کې ویلي، پاکستاني چارواکي په دغه ډول څرګندونو سره هڅه کوي چې له مسوولیت خپلې اوږې سپکې کړي. هغه ټینګار کړی چې پر افغانستان او افغانانو ورته تور لګول، د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم په وار وار افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي حضور په اړه ادعاوې رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام