Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کلونو کورني بند وروسته ازاده شوه

1000177751سس

د کندوز امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه یتیمه نجلۍ چې له کلونو راهیسې په یوه کور کې بندي وه، ازاده کړې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه یتیمه نجلۍ د کندوز د امام‌ صاحب ولسوالي په اړوند سیمه کې له کلونو راپدېخوا بندي شوې وه چې د کشفي عملیاتو پرمهال له بنده ازاده شوې.

دوی ټينګار وکړ چې دغه نجلۍ له کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د غړیو له لوري د کور دننه په ځنځیرونو تړل شوې وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندوز د امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار سلام‌وطندار ته وايي، د یادې نجلۍ میرنی ورور چې کلونه یې، پر دې نجلۍ ظلم کړی، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د خاکسار په وینا، د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګومارل شوی، څو د دې نجلۍ وضعیت له نږدې وڅاري او د نیول شوي کس دوسیه د قانوني مراحلو مخته وړو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام