Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د «هېواد تولید، د هېواد ویاړ» په نوم نندارتون جوړ شو

۱۲۱۱۱۱۱۱۱

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار کې د «هېوادتولید، د هېواد ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی.

جوړي شوي نندارتون کې د چارو ادارې ریسس، د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محلي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، له دغه نندارتون د جوړېدو موخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او سوداګر پانګونې ته هڅول دي.

نوموړي زیاته کړه، میدان‌وردګ د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې په پراخه کچه کورني تولیدات لري او له دې لارې کروندګر، مالدار او بڼوال په سلګونه زره افغانۍ ګټه په لاس راوړي.

د چارو ادارې لوي ریيس مولي نورالحق انور وویل، دا ډول نندارتونونه کولای شي چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي. نوموړي زیاته کړه، ا.ا هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته په کور دننه او بهر بازار موندنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ولایت په کچه د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوي، خو دوي غوښتنه کوي چې ا.ا دې کورنیو تولیداتو ته مناسبه بازار موندنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام