Asset 1SWN

غزه کې پر یوه ښوونځي برید؛ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي

AFP__20240810__36CW73P__v1__HighRes__PalestinianIsraelConflict

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید پرمهال د دوو ماشومانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

برید د مصطفی حافظ په نوم پر یوه ښوونځي شوی چې شاوخوا ۷۰۰ بې‌ځایه شوي په‌کې مېشت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا حماس پورې تړلې «قسام» څانګې ادعا کړې چې پر اسراییلي ځواکونو د توغندیو بریدونه کړې دي. دې ډلې ویلي چې د یاسین-۱۰۵ په نوم راکېټ یې د اسراییلو مرکاوای ټانک وېشتلی او په یوه کور کې یې، اسراییلي ځواکونه په نښه کړې دي.

القسام همداراز ویلي چې د رفحې لوېدیځ کې یې، درې اسراییلي ځواکونه وژلي دي. دې ډلې پر خپل ټیلیګرام کې زیاته کړې چې دغه اسراییلي ځواکونه یې په مخامخ جګړه کې وژلي.

غزه کې د اوربند لپاره د روانو خبرو ترڅنګ حماس پر امریکا تور لګولی چې په پټو سترګو د اسراییلو پلوي کوي.

بل‌خوا د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امریکا بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن ته د غزې جګړې د پراخېدو له امله خبرداری ورکړی دی.

السیسي همداراز ویلي: «غزه کې اوربند باید د فلسطین دولت د پراخې نړیوالې پیژندنې او د دوه دولتونو حل د تطبیق پیل وي، ځکه چې دا په سیمه کې د ثبات بنسټیز ضامن دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ منځني ختیځ ته سفر کړی او غزه کې د اوربند خبرو بیاپیل او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام