Asset 1SWN

کندهار کې په ۳۰ میلیونه افغانیو «تفریحي پارک» جوړېږي

1000213524

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړېږي.

د دوی په وینا، د لوړشاولیکوټ ولسوالي په منګالي فارم کې به د یو سوداګر په مالي لګښت او تخنیکي همکاري د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو معیاري او لوی تفریحي پارک جوړولو چاري پیل شي.

د یاد پارک د جوړېدو لپاره به د منګالي فارم لسګونه جریبه ځمکه د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشرۍ او د اړوندو ادارو د ګډ پلاوي په شتون کې اجاره‌کوونکو ته د لسو کلونو لپاره وسپارل شي.

د کندهار د کرني ریاست ویاند انجینیر محمدحنیف حقمل وايي چې دا پارک به د یو سوداګر له لوري د منګالي فارم پر پراخې ځمکې، د نړیوالو معیارونو سره سم په پرمختللي بڼه جوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی زیاتوي چې د پارک په جوړښت کې به یو جامع جومات، د سالمې بوختیا لپاره تفریحي ځایونه، د غیږنیولو لپاره ځانګړی لوبغالی، د فوټبال، والیبال او نورو سپورتي فعالیتونو لپاره مجهز لوبغالي، د لامبووهلو عصري حوضونه، خوړن‌ځایونه او نور پرمختللي اسانتیاوې شاملې وي.

د یاد پارک په جوړېدو سره به د کندهار اوسېدونکو ته یو معیاري تفریحي او سالم تفریح ته د لاسرسي فرصت برابر شي.

همدارنګه، دا پارک به له کندهار ښار سربېره د هېواد له نورو سیمو څخه میله‌ والو او سیلانیانو ته هم د لیدو او تفریح غوره زمینه برابره کړي، چې دا خپله د کندهار لپاره یوه مهمه اقتصادي او ټولنیزه لاسته راوړنه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام