Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې یو امریکايی «مسلمان» شو

مسلمان-شدن-امریکایی-در-میدان-وردک-1024x603

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې د «انډرېس» په نوم یوه امریکايي اسلام مبارک دین قبول او مسلمان شوی دی.

د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند یوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، یاد امریکایي غوښتل د میدان‌وردګ جلرېز ولسوالي له لارې بامیان ته سفر وکړي چې د لارې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د چک‌پاینټ پرمهال نوموړی د ا.ا نظامیانو د ښه چلند له امله هلته پاتې شوی او وروسته په جلرېز امنیه قومنداني کې نوموړي ته دعوت ورکړل شوی چې اسلام مبارک دین قبول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسرار زیاته کړه، یاد امریکایي د اوسني نظام د نظامیانو د ښه چلند له امله اسلام دین قبول کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، پخوانی نوم یې اندریس او اوسنی نوم یې محمود ټاکل شوی دی. له دې نږدې دوه میاشتې وړاندې تخار کې هم یوه چینایي وګړي اسلام دین منلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام