د افغانستان برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ هېواد کې د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.
د برښنا شرکت مشر ملا عبدالحق همکار نن چهارشنبه په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه پروژې په پروان، غزني، تخار، کابل او بغلان کې پلي کیږي چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۴۶۳ میلیون امریکايي ډالره کیږي.
د ښاغلي همکار په وینا، د لمریزې برښنا د پروژو چارې به په دوو کلونو او له ډبرو سکارو د تولید حرارتي برښنا کارونه به تر دریو کلونو بشپړ شي چې د کاري زمینو برابرولو تر څنګ به اقتصادي پیاوړتیا چټکه شي.
«نن د برېښنا د تولید د پینځو پروژو قراردادونه د لاندې معلوماتو له مخې لاسلیکیږي. د کابل ولایت په نغلو سیمه سل مېګاواټه د لمریزې برېښنا پروژه. د پروان ولایت په باریکاب سیمه کې د سل مېګاواټه د لمریزې برېښنا د تولید پروژه. په غزني ولایت کې ۱۳۰ مېګاواټه د لمریزې برېښنا د تولید پروژه. د بغلان ولایت له ډبرو سکارو د ۳۵۰ مېګاواټه د برېښنا د تولید پروژه. د تخار ولایت له ډبرو سکارو د ۱۶۵ مېګاواټه د برېښنا د تولید پروژه. د یادو شویو پروژو ټولیز ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه دی نیږدې د ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا له مجموعي کچې سره برابر دی.»
د برښنا شرکت ټینګار کوي چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او اړوندو ولایتونو ته به دوامداره او باوري برښنا ورسېږي چې دا به د صنعت، سوداګرۍ او کورني ژوند په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي دا تړون د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې پر لور یو مهم او ستر ګام بولي.
دغه پروژې د هغه ۱۰ زره مېګاواټه برښنا د برابرولو یوه برخه ده چې څه موده وړاندې د عزیزي ګروپ او اسلامي امارت ترمنځ پرې هوکړه شوې وه.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په دې غونډه کې وویل، له پانګونې یې موخه داده چې هېوادوالو ته د اقتصادي پرمختګ زمینه برابره او ځوانان په کور دننه بوخت کړي.
نوموړي د اسلامي امارت د مسوولانو له همکارۍ د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، د روان کال ترپایه به هڅه وکړي د برښنا د تولید کچه نږدې ۶ زره مېګاواټو ته ورسوي او که چېرې د ټاپي پروژې چارې منظمې پرمخ لاړې شي، له واردونکي ګاز به په هرات ولایت کې د ۳ زره مېګاواټه برښنا د تولید پروژه پیل کړي.
«ما دا افغاني ځوانان لیدل، په اېران کې مې له دوو دریو فابریکو څخه لیدنه وکړه، ما دا ځوانان لیدل چې په ډېرو فابریکو کې په ډېرو لږو معاشونو کار کوي. زه غواړم چې دغه افغانان چې هغو ملکونو یا بل چېرته کار کوي، دوي خپل وطن کې له هغه ځای نه په لوړ عاید باندې خپل وطن کار وکړي، دا زما هدف دی. ډېر ژر دوه درې میاشتې بعد به دغسې محفل بیا ولرو د دوه زره یا درې زره مېګاواټو نور قراردادونه به امضاء کړو. تر اخر د کال پورې به مونږ پینځه یا شپږ زره مېګاواټه برق ته ځان ورسوو. او که چېرته وزیرصاحب د معادن د ټاپي بعضې مسایل چې مخکې مو ورسره خبرې لرلې، دا سره حل شول نو شاید مونږ عاجل د درې زره مېګاواټه د ګازو برق چارې په هرات کې هم شروع کړو.»
ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ټولو پانګوالو ته بلنه ورکړه چې د ډبرو سکارو، کورنیو ګازي سرچینو او د ټاپي پروژې په تکمیل سره له واردیدونکي ګاز څخه د برښنا د تولید لپاره ټول امکانات د دوی په واک کې دي.
«غواړم چې د کانونو او پټرولیم وزارت په استازیتوب عزیزي ګروپ او د هېواد نورو پانګوالو ته دا ډاډ ورکړم، چې مونږ اماده یو چې د برېښنا د تولید لپاره تاسو ته په هر مقدار د ډبرو سکاره برابر کړو. پردې سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې د عزیزي ګروپ او نورو افغان پانګوالو ته د افغانستان له ګازي زېرمو او هم د ټاپي پروژې له ګازو څخه د برېښنا د تولید اسانتیاوې برابرې کړي.»
د راپورونو له مخې، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هيوادونو لکه ازبیکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه برابرېږي او د هيواد یوازې ۲۰ سلنه برښنا د بندونو او کورنیو سرچینو څخه په لاس راځي.