Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې په ۱۱ میلیونه افغانیو د «طبي زبالو» د سوځولو ماشین فعال شوی

هلمند کې د طبي زبالو د سوځولو ماشین

په هلمند کې د یوه پانګوال په شخصي لګښت د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت، د طبي زبالو د خوندي سوځولو لپاره پرمختللی «انسناتور ماشین» فعال شوی دی.

دغه ماشین پرون دوشنبه، چنګاښ نهمه، د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د یوې ځانګړې غونډې پرمهال ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ریاست رییس ملا محمدعیسی وویل: «که طبي زبالې په خلاص چاپېریال کې پاتې شي، دا کار د ګڼو خطرناکو او ساري ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي، چې په ځانګړي ډول ماشومان ترې اغېزمن کېږي.»

پانګوال مولوي احمد چې د انسناتور ماشین یې فعال کړی، سلام‌وطندار ته وایي، دا پانګونه یې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو کړې ده.

هغه وویل: «ما هڅه کړې چې یو داسې ماشین فعال کړم چې د روغتیايي مرکزونو د کثافاتو لپاره معیاري حل وړاندې کړي. دا پروژه ما ته ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت درلود، خو باور لرم چې ارزښت لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د عامې روغتیا ریاست د درملو او صحي محصولاتو د څارنې عمومي مدیر، عبدالقدیر ارشاد، دغه اقدام یو مهم پرمختګ وباله. «د طبي زبالو ناسم مدیریت د روغتیا لپاره لوی ګواښ دی، خو دا نوی مرکز کولای شي دغه خطرونه راکم کړي.»

د هلمند پوهنتون استاد محمدامان احمدزی وویل، پخوا به طبي زبالې په عامو کوڅو او سړکونو کې اچول کېدې چې دا کار د ماشومانو روغتیا ته جدي زیان رساوه. «د انسناتور په فعالېدو سره تمه ده چې دغه ستونزه د تل لپاره حل شي.»

بل‌خوا د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي، له دې وروسته به ټول روغتیایي مرکزونه اړ وي چې خپل طبي کثافات د اصولو مطابق له‌منځه یوسي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.

هلمند کې د انسناتور ماشین فعالېدل، نه یوازې د چاپېریال خوندیتوب ته ژمنتیا ښيي، د خصوصي سکتور او عامه ادارو ترمنځ د ګډ کار بریالۍ بېلګه هم بلل کېږي.

چارواکي تمه لري چې دا اقدام به د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي کې مهم رول ولوبوي او نور ولایتونه هم ورته ابتکاراتو ته وهڅوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام