Asset 1SWN

سلام وطندار

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړۍ لوبه امو نهنګان لوبډلې وګټله

519411046_1331609725635756_5374125083824833122_n

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې امو نهنګان په شپږو وېکټو د بُست‌ ساتونکي لوبډلې ته ماته ورکړه.

بُست په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امو ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

امو لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې ترلاسه او بریا یې، خپله کړه.

د امو نهنګان لپاره عمران ناسوځېدلې ۸۵ منډې جوړې کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د شپږیزې کرېکټ لیګ د روانو سیالیو په لړ کې به نن شنبه، جولای ۱۹مه میس‌عینک اتلان له سپین‌غر پړانګانو سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۰۰ کابل لوبغالي کې پیل شي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالي نن د کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې چې پنځه لوبډلې په‌کې ګډون لري او د اګسټ تر لومړۍ نېټې به روانې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام