د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
متقي د خبرو پرمهال د پوښتنې په ډول وویل چې ملګروملتونو کې ناست کس د چا استازیتوب کوي؟ د هغه په وینا، د مخکیني حکومت استازي دغه څوکۍ پرېښي او د افغانستان حقوق غصب شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیوچارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د یادې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي، څو بېرته افغانستان ته وسپارل شي.
واک ته د اسلامي امارت د بېرته ستنېدو راهیسې، په وار وار په ملګروملتونو د افغانستان څوکۍ د سپارلو لپاره اوسني حکومت غوښتنې کړي، خو تراوسه دغه څوکۍ سرپرست حکومت ته نهده سپارل شوې.