د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې د بهرني سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژنده مسله یې تر ټولو مهمه ده.
هغه نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) د دغه وزارت د یو کال لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر سطحې ته لوړ شوي.
نوموړي زیاته کړه چې تېر یوه کال کې یې څلورو مهمو هېوادونو، جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته ډیپلوماټان استولي او د امارتي پلاوو له سلو زیات سفرونه همغږي او تسهیل شوي.
ښاغلی متقي وویل: «مونږ په تېر کال کې د ۱۷۶ هېوادونو څخه کابو ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو لپاره ویزې صادرې کړي دي، د ویزې صدور په برخه کې یاد شمېر د تېرو کلنو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښایي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، تېر کال د «طالبانو اسلامي تحریک» نوم چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، د ممنوعه ډلو له لیستونو او هم د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه د امریکا د جایزې له نوملړ څخه واېستل شو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل، کابل هم تېر یو کال کې د روسیې، بیلاروس، امریکا، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان، ایران، قطر، سعودي عربستان، مالیزیا، اندونیزیا او د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د لوړ پوړو پلاوو کوربه وو.
د امیر خان متقي په وینا، اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست له مخې توانېدلی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل تفاهم او باور فضا رامنځ ته کولو، د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پراختیا او د سترو بنسټیزو پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د روسيې فدراسيون له لوري رسميت پېژندنې سره زمونږ اړيکې عملاً د تفاهم او ډيپلوماټانو لېږلو له پړاو څخه د رسميت پېژندنې پړاو ته پورته شوې دي.