Asset 1SWN

امیرخان متقي: افغانستان کې بهرنی پوځي حضور نه‌منو

Muttaqi

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، افغانستان کې هېڅ ډول پوځي حضور نه د اسلامي امارت او نه‌ د افغانانو لپاره د منلو دی.

هغه تېره ورځ د مسکو فارمټ ۷مې غونډې ته وویل، تېرو څلورو کلونو کې افغانستان کې داسې پېښه نه‌ده شوې چې ګاونډیو هېوادونو ته ترې خطر پېښ شوی وي او دا د یوه لوی پرمختګ نښه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، افغانستان کې دامهال هېڅ ډول نشه‌یي توکي نه کرل کیږي او نه هم د داعش په ګډون غیرمسوولې ډلې فعالیت لري، خو په خبره یې “له افغانستانه بهر لا هم ستونزې شته”.

امیر خان متقي زیاته کړه چې د داعش پر وړاندې ګډه همکاري ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام