د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي مرکزونه نشته او پاکستان دې د افغانستان ملامتولو پر ځای، خپله خاوره کې مسلې کنټرول کړي.
هغه نن (یکشنبه، میزان ۲۰) د هند پلازمینه نوېډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان اکثریت خلک سوله خوښونکي دي او له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.
دی وايي، اسلامي امارت د پاکستان ملکي وګړو سره هیڅ ستونزه نهلري، بلکې هلته یوازې یو څو عناصر تاوتریخوالی رامنځته کوي.
هغه پر پاکستان د اسلامي امارت د تېرې شپې عملیاتو په اړه وویل: «د پاکستان پر وړاندې د شپې لخوا د څلورو ساعتونو لپاره شوي غچ اخیستونکي عملیات زموږ اهداف ترلاسه کړل او په دې موده کې موږ هڅه وکړه چې ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ ملکي وګړي ته کوم زیان ونه رسیږي.»
د ښاغلي متقي په وینا، جګړه پاکستان کې ده او که اسلاماباد سوله غواړي هلته دې وضعیت کنټرول کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه: «جګړه په پاکستان کې ده. د دې پر ځای چې موږ ملامت کړي، دوی باید خپلې ستونزې حل کړي. موږ سوله غواړو. ولې د یو څو کسانو د خوښولو لپاره خپل خلک په خطر کې اچوي؟ که ستونزه زموږ وه، نو ولې چین، ایران یا ازبیکستان شکایت نهکوي؟.»
همدارنګه یاده غونډه کې کله چې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي څخه وپوښتل شول چې ایا پاکستان د کابل او هند ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو اړیکو له امله تاوتریخوالی زیات کړی، وویل: «په دې اړه له پاکستان څخه پوښتنه وکړئ. موږ هیڅ ستونزه نهلرو، موږ لوی زړه لرو.»
د ښاغلي متقي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم نن یکشنبه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په پاکستان سختې نیوکې وکړې.
هغه وویل، پاکستان کې د داعش مرکزونه شتون لري او د پاکستان پوځ کې مشخصه کړۍ د افغانستان پرمختګ نهشي زغملی او هڅه یې کړې هېواد کې وضعیت بېثباته کړي.