Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي: الله دې فلسطین د افغانستان په څېر ازاد کړي

امیر خان متقي 33

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې غزه کې د بشرحقونه نفض شوي او هر ډول ظلم پرې روان دی.

هغه ټينګار وکړ چې غزه کې خلک د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د مرستو د وېش په پلمه، د اسراییلو له لوري وژل کېږي.

 نوموړي هیله څرګنده کړه چې «الله دې فلسطین د افغانستان په څېر ازاد او خپلواک کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


متقي همداراز وویل چې هېڅ هېواد سره دښمني نه‌لري او د متوازن سیاست پربنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

 هغه په تېرکال کې د حکومت سیاسي لاسته‌راوړنو ته هم اشاره وکړه او له بهرمېشتو افغانانو یې، غوښتنه وکړه چې له خپلو خیالاتو راووځي او هېواد ته راشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام