د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرو کې، سیمه کې پر وروستیو بدلونونو او روان وضعیت خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متقي پر وروستیو بدلونونو اندېښنه ښوولې او پر ایران یې د امریکا او اسراییل یرغل محکوم کړی.
همدارنګه هغه د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنهیي ترور په تړاو غمشریکي او د تسلیت مراتب وړاندې کړي.
ده زیاته کړې چې اسلامي امارت د هېوادونو د حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نقض د نړیوالو منل شویو اصولو خلاف بولي.
هغه هرڅه ژر د نښتو په پایته رسولو او په سوله ییز ډول د بحران پر حل ټینګار کړی.
دغو ټلیفوني خبرو کې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان له غمشریکۍ او دریځ څخه ستاینه کړې او د خپل هېواد متقابل اقدامونو په اړه یې مالومات ورکړي.