د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ (شنبه، سرطان ۲۸) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فيليپو ګراندي سره لیدنه کې له ايران او پاکستانه د راستنېدونکو پر ستونزو او له هغوی سره پر مرستو خبرې کړي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دغه لیدنه کې ویلي چې را اېستل کيدونکو افغانانو ته دې کوربه هيوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفيې او د خپلو املاکو د خرڅلاو يا لېږد لپاره فُرصت ورکړل شي او په دې ګرمه هوا کې زیاتو سهولتونو ته اړتیا لري.
هغه وويل، حکومت په ټول توان د خپلو خلکو لاسنيوی کوي، خو په وینا یې چې ستونزې زياتې دي او د نړيوالو ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر هم ویلي، د را اېستل کيدونکو کډوالو وضعيت به له نږدې وګوري او له هغوی سره به مرسته وکړي.
نوموړي وويل چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تېرو څو لسيزو کې له افغان کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکې کې به هم دوام ورکړي.