امریکايي غرختونکی الېکس هونولډ د تایوان د تایپي د ۱۰۱ لوړپوزې ودانۍ بام ته له کومې رسۍ او یا د خوندیتوب اړوند وسایلو پرته ختلی دی.
زرګونه نندارچیان د ودانۍ شاوخوا راټول شوي وو او د چکچکو او لاس ښورولو له لارې یې د هغه ملاتړ کاوه.
هونولډ د ۹۱ دقیقو له سخت او خطرناک مزل وروسته د ودانۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ورسېد او هلته یې وویل: «دا ډېر په زړه پورې و».
دغه ودانۍ ته د نوموړي د ختلو شېبه د نېټفلیکس له لوري تنظیم او په ژوندۍ بڼه خپره شوې ده.
هغه وروسته خبریالانو ته وویل: «دا د تایپي ښار د لیدلو لپاره ډېر ښکلی او ځانګړی فرصت و». د نوموړي دا ماموریت د خرابې هوا له امله یوه ورځ ځنډول شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تایپي ۱۰۱ ودانۍ چې ۵۰۸ متره لوړوالی لري، د تایوان تر ټولو لوړه ودانۍ او د ښار یو مهم سیاحتي ځای دی. دا ودانۍ له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۰ کال پورې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ وه، خو دامهال دا مقام د دوبۍ خلیفه برج لري.
راپورونه وایي چې دا ختل د تایپي ۱۰۱ د ادارې او د ښار د حکومت په بشپړ ملاتړ او اجازې سره شوی دی.
هونولډ وویل چې پخوا یې فکر کاوه ښايي ودانۍ ته بې له اجازې وخېژي، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ودانۍ او د همکار ټیم د درناوي له امله دا کار یوازې د رسمي اجازې له لارې ترسره کړي.