مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د اوزبیکستان سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره لیدلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، اقتصادي همکاریو، ترانزیټي مسایلو او سیمهییز تعامل هر اړخیز بحث او د گډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینگار وکړ.
همداراز دغه لیدنه کې د افغانستان روانو واقعیتونو او امنیت تامین په اړه هم خبرې وشوې او ټینگار وشو چې د هېواد وضعیت دې د واقعي شرایطو او مثبت لید له مخې وارزول شي.