د اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اېران د سوداګرۍ کچه ۱.۳ مېلیارده او ۸۱ مېلیونه ډالر وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۳.۵ مېلیارده اوه مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد سلاموطندار ته وویل، دوي هڅه کوي خپلې ټولې اړتیاوې د پاکستان پر ځای له نورو سوداګریزو لارو پوره او هېوادوالو ته ټول د اړتیا وړ توکي ورسوي او افغان محصولات او تولیدات د نړۍ نورو بازارونو کې خرڅ کړي.
هغه وویل: «تجارت افغانستان با کشور ایران در جریان سال ۲۰۲۵ باارزش ۳ مېلیارد ۵۰۷ مېلیون دالر میباشد که از این میان ۵۳ مېلیون دالر صادارت و با ارزش ۳ میلیارد ۴۵۴ میلیون دالر هم واردات بوده. صادارت و واردات افغانستان با کشور جمهوری اسلامی ایران در شش ماه اول سال ۲۰۲۴ با ارزش ۱ میلیارد و ۳۸۱ میلیون دالر بود که از ای میان ۲۸ میلیون دالر صادرات و یک میلیارد ۳ صد ۵۲ میلیون دالر هم واردات بود.»
تر اېران وروسته د سوداګرۍ بل بازار اوزبیکستان یادیږي چې دامهال ورسره سوداګريزې اړیکې تر ۱.۶ مېلیارد ډالرو رسیدلي،په داسې حال کې چې شپږ کاله وړاندې دا اندازه یوازې ۶ سوه مېلیونه ډالره وه.
د اخندزاده په وینا، تازه د یکشنبې پر ورځ د اوزبیکستان د ولسمشر سلاکار او د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت رییس جولان وهابوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې وشوې.
د نوموړي په وینا، تمه شته چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲ مېلیارد ډالرو ته ورسیږي.
هغه وویل: «د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ پراخې سوداګریزې زمینې شته. په دې لیدنه کې ښاغلي جولان وهابوف د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراخېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو له نېکه مرغه تېر کال دا کچه لوړه شوې ده. نوموړي هیله وښوده چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.»
له دغو هېوادونو د سوداګرۍ کچه داسې مهال لوړه شوې چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د لارو په وار وار تړلکېدو سره، افغان حکومت له دغه هېواد سره سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوله او د بدیلو لارو په لټه کې شو.
له دې سره هم مهاله د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم تاییدوي چې له پاکستان سره د لارو تر تړلکېدو وروسته د نورو هېوادونو په پرتله اېران او اوزبیکستان سره سوداګریزې اړیکې لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د دې خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خانجان الکوزي سلاموطندار ته وویل، له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې افغانستان له یوه ادرس او تړلي تجارت څخه خلاصوي او ترڅنګ یې، په نویو لارو کې له رېل ګټه اخیستنه د سوداګرو په ګټه تمامېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دا وقعیت دی چې زمونږ تجارت له اېران او ازبکستان سره زیات شوی دی. ددې اساسي علت دادی چې د پاکستان د کراچۍ له لارې نه تجارت بند شو، نو مجبور یو چې له بدیلو لارو نه استفاده وکړو. او بل یو سلسله سهولتونه هم د مرکزي اسیار له هېوادونو سره په تجارت کې شته، هلته رېل دی او ټرانسپورټ کم ورباندې راځي. دواړه هېوادونه زمونږ لپاره ښه تجارتي ملګري دي او په اساس یې له واحدې وابستګۍ نه خلاصېږو.»
په همدې حال کې اقتصادي شنونکي او سوداګر هم د پاکستان په ځای له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو پراختیا ته هیله مند دي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر او اقتصادي کارپوه عبدالجبار ساپی وايي، سره ددې چې د پاکستان بازار او لاره افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره لنډه او ارزانه وه، خو تر تړل کیدو وروسته اړتیا وه څو سوداګر او حکومتي مسؤلین خپلې اړتیاوې له نورو بازارونو پوره کړي.
نوموړي زیاته کړه: «کله چې له پاکستان سره زمونږ تجارت صفر ته ورسیده، لارې بندې شوې مخه ازبکستان او خصوصا اېران ته چې د افغانستان د تجارانو لپاره نیږدې مارکېټ دی شوله. له اېران سره تجارت په لوړه کچه روان دی. همداسې ازبکستان سره هم، له چین سره هم هغه توکي چې د پاکستان له لارې له چین راتلل اوس د حیرتان او شېرخان بندرونو له لارې له چین راځي. ترکیې سره هم تجارت زیات شوی، ان تر هندوستان پورې چې هم د چابهار او بندرعباس له لارې او هم د هوايي دهلېز له لارې واردات او صادارت زیات شوي دي. حتی تر بنګلادېش پورې. مخکې له دې امله چې مارکېټ ډېر نیږدې وو ټوله اتکاء او حساب په پاکستان باندې ؤ.»
باور دا دی که له یوې خوا د پاکستان لارو تړل کیدو سوداګر له ننګونو، لارو اوږدیدو او نویو بازارونو سره بلد کولو ته اړ کړي، له بل لوري د افغانستان بازار دا مهال د یوه هېواد له سوداګرۍ سره د تړل کیدو پر ځای نورو ګاونډیو او سیمه ییزو بازارونو ته لار پیدا کړې ده.