Asset 1SWN

پر لبنان د اسراییلو هوايي بریدونو کې نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي

Israels-attack-on-Hezbollah-qukdxg8uli5obb7plbhh3dy77fel96gro4c37i3zbc

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلو پرون (د تلې دویمه، دوشنبه) د لبنان پر سوېل، ختیځ او شمال باندې هوايي بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه راپور له مخې، ۳۵ ماشومان، لسګونه ښځې او د روغتون کادرونه هم د قربانیانو په ډله کې دي. په راپور کې زیاته شوې چې زرګونو کسانو د اسراییلو د بریدونو له کبله خپلې مېنې پريښې دي.

د لبنان یوه چارواکي ویلي، دا په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې پر مهال د تاوتریخوالي تر ټولو لوړې ورځنۍ شمېرې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې د لبنان خلکو ته ویلي: «زموږ جګړه له تاسې سره نه‌ده؛ له حزب‌الله سره ده او دغه ګوند د لنډې مودې لپاره تاسې د انساني سپر په توګه کاروي.»

په غزه کې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د نښتو د پیل نږدې یو کال کېږي، خو اسراییلو د دې تر څنګ، پر خپلې شمالي پولې هم تمرکز زیات کړی او د چارواکو په وینا یې، د حزب‌الله له ۱۶۰۰ ډېر مرکزونه یې په نښه کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د جګړې سختېدو په منځني ختیځ کې د نښتو او تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د امریکا متحده ایالاتو دوه ورځې وړاندې له اسراییلو وغوښتل چې د لبنان له حزب‌الله سره جګړه تېزه نه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام