Asset 1SWN

سلام وطندار

علي خامنه‌يي: امریکا ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ماته وخوړه

خامنه‌يي

د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌يي په يوه ټلویزیوني وينا کې هغه راپورونه «په کلکه» رد کړل چې ګواکې ايران د يوه منځګړي هېواد له لارې امريکا ته پیغام لېږلی دی. خامنه‌يي دغه ادعاوې «دروغ» وبللې او ټینګار یې وکړ چې هېڅ ډول پیغام‌ یې امریکا ته نه‌دی لېږلی.

خامنـه‌يي په خپلو څرګندونو کې د امریکا پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او دغه هېواد یې «غيرقابل اعتماد او خطرناک» وباله. ده وويل چې واشنګټن حتی له خپلو متحدينو سره بې‌وفایي کوي او د اسراییلو ملاتړ يې د سيمې د امنيت لپاره زیانمن بللی دی.

د ايران مشر د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا پوځي حضور ته په اشارې سره ادعا وکړه چې د واشنګټن هر ډول لاسوهنه د جګړې، ویجاړۍ او بې‌ځایه‌کېدو لامل شوې. هغه د اوکراين جګړه د وروستي بېلګې په توګه ياده کړه او امريکا یې د دغه بحران د رامنځته کولو مسووله وبلله.

خامنـه‌يي د امریکا د ملاتړ لاندې د اسراییلو پوځي عمليات هم وغندل او ادعا یې وکړه چې د لبنان، سوریې او غزې پر وړاندې د اسراییلو کړنې د واشنګټن په مستقيم ملاتړ کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وويل چې د دې ډول سیاستونو له کبله امریکا نه د باور وړ ده او نه هم د ايران لپاره د اړيکو د پراختيا ارزښت لري.

خامنـه‌يي‌ د اسراییلو او امريکا پروړاندې د «۱۲ورځنۍ جګړې» په اړه هم خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې ايران په دغه جګړه کې بريالی پاتې شوی.

 ده ټینګار وکړ چې یاده جګړه د داخلي مخالفانو د یووالي سبب شوه او هغه پلان چې اسراییلو د ايران د کمزوري کولو لپاره جوړ کړی و، «برعکس پايلې» درلودې.

نوموړي د «عمومي يووالي» د ساتلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د هېواد اوسنی همغږي بايد پياوړې وساتل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام