Asset 1SWN

د الګوټاکل او بریالیتوب؛ «نېک‌‌ووییچیچ لامل شو چې انګېزه واخلم او هڅه وکړم»

maxresdefault-qtr3cjmb4129p7cwza25276dc9lgf1f3na40lj2008

ژوند له لوړو او ژورو تېرېدل دي چې کله به لوېږې، منډې به وهې، رسېږې به او کله ناکله هم پر ځمکه پرېوتل دي. په دې لاره کې شته ځینې کسان چې ماتې ته غاړه ږدي او ډېری داسې کسان هم شته چې له ماتې وروسته، بیا پورته کېږي او مخته درومي او هر هغه خنډ یې چې پر وړاندې درېږي، ترې تېرېږي او خپلو موخو ته ځان رسوي.

په دې راپور کې سلام‌وطندار له هغو ځوانانو سره خبرې کړي چې ژوند کې له کړاونو او خنډونو تېر شوي او خپل هدف ته له رسېدو هېڅ‌کله هم نه‌ديرلاس پر سر شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو ځوانانو له ډلې یوه هم ربابه محمدي ده چې لاس او پېښې یې، فلج دي، خو په لوړ مرال سره بریالۍ شوې چې ښه انځورګره شي. په خوله رسامي او انځورګري د دې لپاره تر ټولو ستونزمنه چاره وه، خو نوموړې پر دې ستونزې برلاسې شوې او ورو ورو توانېدلې چې هر ډول انځورګري وکړي.

ربابه محمدي غزني کې نړۍ ته راغلې او په وینا یې، یوازیتوب یې لامل شوی چې خپل د زړه خبرې د انځورګرۍ پر ژبه بیان کړي. « بهر به نه‌تلم، ښوونځي ته نه‌تلم؛ لیک او لوست مې کور کې زده‌کړی. انځورګري مې یوازینی ملګری و چې کار مې کاوه او ماته به یې، ارامښت راکاوه او له همدې امله مې ورسره مینه لرله.»

که څه هم ټولنه کې ربابې ته د یوې معلولې په سترګه کتل کېدل، خو هغې د ټولنې دې باور ته پام ونه‌کړ او هغه هدف یې چې ځانته ټاکلی و، هره ورځ به یې، ورته هلې ځلې کولې او د رسېدو لپاره به یې، هڅه کوله. «زه په ویلچر لومړی کس یم چې جرات کوم، بهر لاړه شم؛ ځکه ډېری کسان چې معلول دي، افغانستان کې بهر نه‌شي تللی؛ خجالت کاږي او خلک ورپورې خاندي؛ خو ما هڅه کوله چې د یوې عادي مېرمنې په توګه ژوند وکړم.»

ربابه محمدي چې اوس کاناډآ کې ژوند کوي، وايي ژوند کې الګو لرل یې لامل شوي چې له هر ډول خنډونو او ستونزو بریالۍ ووځي او په وینا یې، دې د اسټرالیا لیکوال «نېک‌ووییچیچ» چې لاس او پېښې نه‌وې، خپل الګو ټاکلی و او هڅه یې وکړه چې د نوموړي له ژوند او هلو ځلو الهام واخلي. «کله به مې چې د هغه کتابونه لوستل، خبرې یې، داسې وې لکه زما له زړه چې وځي او هغه زما د ژوند الګو دی. خوښه وم چې نقاشي مې د هغه په څېر لوړو ته ورسېږي، نېک‌ووییچیچ لامل شو چې زه انګېزه واخلم او ډېره هڅه وکړم.»

افغانستان هم په سلګونه ځوانان چې د بریا لوړو ته رسېدلي، وايي، ځانته د بریالیو کسانو الګو ټاکل لامل شوي چې د ژوند مزل په لږ غم او ډېر خوند ترسره کړي. په دې راپور کې له اوو نورو هغو ځوانانو سره خبرې شوې چې د الګو ټاکل د خپلو بریاوو راز بولي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مهدي نوروزي د هغو ځوانانو له ډلې دی چې د فوټبال نړۍ وتلی ستوری کرېسټیانو رونالډو یې، خپل الګو ټاکلی و او دا لامل شوی چې نوموړی د افغانستان لپاره په ملي او نړیواله کچه لوبه وکړي.

مهدي سرپل کې زېږېدلی او اوس ایران کې ژوند کوي، هغه وايي، له خاورو ډکو میدانونو څخه یې فوټبال پیل کړی دی. « پلار به مې ورزش کاوه، یوه ورځ مې پلار راته زنګ وکړ او راته یې وویل چې راشه لوبه لرې؛ هغه ورځ مې د پلار سر مات شوی و او فوټبال یې نشوای کولی، هماغه ورځ مې د پلار پر ځای لوبه وکړه او فوټبال مې په مسلکي توګه پیل کړ.»

مهدي نوروزي وايي، د الګو یا هغه لوبغاړي ټاکل چې ده غوښتل د هغه په څېر لوبه وکړي او مشهور شي، لامل شوی چې دی نوره هم هڅه وکړي. «د رونالډو یوه ځانګړنه دا ده چې هغه ډېره هڅه کوي چې هېڅ وخت نه تسلمېږي او تل تمرین کوي؛ همدا وه چې ما هغه خپل الګو وټاکه.»

د کانکور په ازموینه کې په لوړو نمرو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ‌کېدل، یو له هغو هیلو ده چې هر افغان ځوان غواړي ترلاسه یې کړي.

قیس چې د کانګور په ازموینه کې په ۳۵۴ نمرو د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی، وايي، شپه او ورځ له کورنۍ لرې او په ډېر زیار سره یې، دا ویاړ ترلاسه کړی دی. « لږ خوب، له تفرېح محروم او کله ناکله به مو لوږه هم زغمله، کورنۍ مې شغنان کې وه او د مور او پلار له تشویق لرې وم، کله به مې د ټیلیفون له لارې ورسره اړیکه نیوله.»

قیس چې له خپل دې بري، ډېر خوښ دی، وايي، هڅه کوي راتلونکې کې د نورو لپاره یو الګو پاتې شي. « غواړم دومره هڅه وکړم چې د نورو لپاره الګو شم؛ ډاډه یم چې نور به ما د خپل الګو په توګه ومني.»

بل‌‌خوا د ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي چې اغېزمن ځوانان د نورو ځوانانو لپاره انګېزه ورکوونکي دي. د ټولنیزو چارو کارپوه شفق‌الله انصار وویل: «اغېزمن ځوانان کولای شي چې ځوانان او تنګي ځوانان وهڅوي چې دوی لوړې زده‌کړې ولري. دا په ټولنه کې د دوی لپاره ښه الګوه ده او کولای شي، روښانه پیغام واستوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې راپور کې چې له کومو ځوانانو سره خبرې شوي، داسې مهال بریالیتوب ته رسېدلې چې اقتصادي ستونزې، د کورنۍ او ټولنې له لوري نه ملاتړ، د کاري او زده‌کړو فرصتونو نشتون، ناامني او لسګونه نور خنډونه یې پر وړاندې درېړلې، خو دوی تسلیم شوې نه‌دي او خپلې لارې ته یې، دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام