Asset 1SWN

سلام وطندار

د سالنګ لویه لاره د لسو ورځو لپاره تړل کېږي

WhatsApp Image 2025-10-14 at 12.04.40_5e98394e

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن سه‌شنبه (د تلې ۲۲مه) «سلام وطندار» ته ویلي چې د سالنګونو لویې لارې د تونلونو د ترمیم پروژې د پلي کولو په موخه، دغه لار به د ۱۴۰۴کال د تلې له ۲۷مې نېټې څخه د لړم تر ۶مې نېټې پورې په بشپړ ډول تړل شوې وي.

حق‌شناس له موټرچلونکو وغوښتل چې د دې ۱۰ ورځو په موده کې سالنګونو لویې لارې ته د تګ پر ځای د دوشي – بامیان بدیل لاره وکاروي.

د سالنګونو لویه لار د کابل ښار او شمالي ولایتونو ترمنځ یو حیاتي تجارتي او ترانزیټي مسیر ګڼل کېږي چې نه یوازې د مسافرو د تګ‌راتګ لپاره مهمه ده، بلکې د سوداګریزو توکو لېږد، د ولایتونو ترمنځ اقتصادي اړیکې او د هېواد د داخلي بازار د جریان لپاره هم حیاتي رول لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې لارې بندیدل به د خلکو د سفر او سوداګرۍ پرمهال ځینې ستونزې رامنځته کړي، نو له همدې امله چارواکي له مسافرو او سوداګرو غواړي چې د بدیلې لارې څخه استفاده وکړي او د امنیتي او ترمیمي کارونو پرمهال له صبر کار واخلي او همکاری وکړي.

د یادونې ده چې د تونلونو د ترمیم او ساتنې دا پروژه د دې لپاره پلي کېږي چې د لویې لارې خوندیتوب لوړ شي، د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او د شمالي ولایتونو د خلکو ژوند او اقتصاد خوندي وساتل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام