Asset 1SWN

سلام وطندار

د الاقصی جومات د لمونځ‌کوونکو پرمخ پرانېستل شو

3-3

د الاقصی جومات له شاوخوا ۴۰ ورځې تړل‌کېدو وروسته نن پنجشنبه، اپرېل ۹مه بېرته د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوی دی.

دا بندیز د اسراییلي چارواکو له لوري لګول شوی و چې څو اوونۍ یې دوام وکړ.

د راپورونو له مخې، نن سهار سلګونه لمونځکوونکي دغه مقدس ځای ته ورغلل او د جومات د بیا پرانیستل‌کېدو هرکلی یې وکړ.

ډېری خلک له اوږدې مودې وروسته د عبادت کولو لپاره راټول شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلي چارواکو په پای کې هغه محدودیتونه لرې کړل چې له امله یې خلکو ته جومات ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېده.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د بندیزونو پر وړاندې پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپورته شوې وې.

د بیت‌المقدس دغه تاریخي او مذهبي ځای د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د هغه تړل‌کېدو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اندېښنې راپارولې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام