Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې هوايي بریدونه؛ ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

OIP

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هوايي بریدونه د غزې ښار شمال جبالیه کډوالو کمپ کې شوي دي. دغه کسان تېر ماښام د اسراییلو له لوري د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په نښه کولو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکي وايي چې سیمه کې نه‌ روغتیايي مرستې شتون لري او نه هم د ټپیانو او مړو لېږدولو لپاره امبولانسونه موجود دي.

یوشمېر جسدونه د عامو خلکو او خپلو خپلوانو له لوري رااېستل شوي او لاهم ځینې جسدونه تر  خاورو او ډبرو لاندې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د کمال خان ادوان روغتون شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

په ورته مهال له تېرې ورځې راهیسې غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ پورته شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا قاهره کې مذاکراتي پلاوي هڅه کوي چې غزه کې اوربند ته لاره هواره کړي. د حماس  مذاکراتي پلاوي د اوربند لپاره نوې هڅې پیل کړي، څو غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ پر اوربند هوکړه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام