Asset 1SWN

سلام وطندار

د مرستو کمښت؛ غور کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

غور روغتون-ولایتي روغتون

غور کې فقر، وزګارتیا او لوږې د زرګونو کورنیو د ژوند بڼه بدله کړې ده. په وروستیو دوو کلونو کې، د تنګسیې ترڅنګ د بشري مرستو کمېدو د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې کړې دي.

د فیروزکوه ښار د تغذیې د مرستو د وېش یوه مرکز ته راغلې، ۳۴کلنه خرامان د څلورو ماشومانو مور ده. د هغې دوه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. خرامان وايي، د کور اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی چې د ماشومانو لپاره پوره او مقوي خواړه برابرول ورته ناشونې دي.

هغه وایي: «موږ دلته راځو چې ماشومانو ته مرسته راکړي. کله یوه میاشت راځي، کله دوه میاشتې هېڅ نه‌وي. حلواګک راکوي، امېندوارو ښځو ته هم، خو دا بسنه نه کوي. که مرسته زیاته نه شي، زموږ د ماشومانو وضعیت به لا خراب شي.»

خرامان زیاتوي چې خاوند یې دایمي کار نه‌لري او لږ عاید یې د کور لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.

دا یوازې د خرامان کیسه نه ده؛ لسګونه نورې کورنۍ هم د مرستو د ترلاسه کولو په هیله دې مرکز ته ورځي، خو ډېری وخت تش لاس بېرته ستنېږي.

د غور په ولایتي روغتون کې، د ماشومانو د ځانګړې څانګې فضا درنه ده. فضل‌احمد چې ماشوم یې د خوارځواکۍ له امله بستر دی، وايي، د درملو د اخیستو وس نه‌لري: «ماشوم مې ډېر کمزوری دی، ځکه مو دلته راوست. دوا وړیا نه ده، کله یې اخلو، کله پور کوو. ځینې ورځې هېڅ هم نه‌لرو.»

د غور یوه بله مور حلیمه وایي: «ماشوم مې ډېر کمزوری دی، شیدې نه‌لرو. ډاکټران یې تداوي کوي، څو ښه نه‌شي، موږ له روغتونه نه ځو.»

بل‌خوا دغه ولایت کې ډاکټران وایي، د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د غور ولایتي روغتون یو ډاکټر فضل‌الحق فرجاد سلام‌وطندار ته وايي، یوازې د روان لمریز کال په لسو میاشتو کې تر زرو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله بستر شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «یوازې په لسو میاشتو کې ۱۰۵۳ ماشومان بستر شوي دي او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی. دامهال له ۲۵ ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ تر درملنې لاندې دي.»

په ورته مهال د تغذیې د مرستو وېش مرکزونه هم د سخت کمښت له ستونزې سره مخ دي. انارګل احمدي چې د «باران» شبکې د تغذیې په مرکز کې کار کوي، وایي: «موږ هره میاشت سلګونه ښځې او ماشومان تر پوښښ لاندې نیسو، خو د موادو کمښت جدي دی. پخوا داسې نه وو، خو اوس له سخت کمښت سره مخ یو. هیله ده چې مرستې زیاتې شي، ځکه اړتیا ډېره لوړه ده.»

د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم تاییدوي چې فقر او لوږه د خوارځواکۍ د زیاتېدو اساسي لاملونه دي. د دې ریاست مشر عبدالواحد حماس وایي، روغتیايي ټیمونه هڅه کوي ماشومان پر وخت تشخیص او درملنه یې وشي: «موږ منظم پلان لرو. زموږ ټیمونه هڅه کوي چې کله د خوارځواکۍ نښې ښکاره شي، ماشومان پر وخت روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي او لازم مواد ورته ورکړل شي.»

په ملي کچه، د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، خو د بودیجې د کمښت له امله دامهال یوازې له هر څلورو ماشومانو څخه یوه ته د مرستې توان لري.

په غور کې د ماشومانو کمزوري وجودونه، تشې سترګې او د میندو مات غږونه یوازې د لوږې کیسه نه کوي؛ دا د یوه خاموش بشري بحران انځور دی. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د یوې بشپړې راتلونکې بیه به د همدې ماشومانو له روغتیا ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام