Asset 1SWN

سلام وطندار

راستنېدونکو ته د مرستو وېشلو بهیر ځنډېدل؛ ذبیح‌الله مجاهد: ملګري‌ملتونه پلمې کوي

ذبیح‌الله مجاهد 22

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ UNHCR د افغانستان برخې ویلي، بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د نغدو پیسو وېشلو مرکزونو فعالیت یې ځنډولی.

دغه بنسټ یوه بیانیه کې ویلي، دغه پرېکړه یې د اسلامي امارت له لوري د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرکزونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته کړې.

د بیانیې یوه برخه کې ویل شوي چې: «دغه پرېکړه د عملیاتي دلیلونو له امله شوې، ځکه ۵۲ سلنه راستنېدونکو ته خدمتونه د ښځینه کارکوونکو له لوري وړاندې کېدل، له ښځینه کارکوونکو کار پرته امکان‌ نه‌لري.»

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د دغه بنسټ مرکزونو ته د ښځینه کارکوونکو بیرته ستنېدو لپاره اسلامي امارت سره د خبرو په حال کې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، بیرته راستنېدونکو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR له لوري د مرستو وړاندې کولو پروسې ځنډول، د دغه بنسټ پلمه کول دي.

هغه زیاتوي چې: «بیرته راستنېدونکو ته چې د هېواد په دروازو کې کوم اصول شتون لري، باید عملي شي او د مرستو له نوم څخه دې ناوړه استفاده نه‌کیږي. دغه سازمان چې پلمه کوي، دا په هغوی پورې مربوط ده او مونږ د مرستو وېشلو په برخه کې کومه ستونزه نه‌وینو.»

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې بیرته راستنېدونکو ته د مرستو او خدماتو وړاندې کولو پروسه په عادي ډول جریان لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام