د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري د دغه ولایت په برهکیبرک ولسوالي کې پر ۲۰۱۳ بېوزله او اړو کورنیو نغدي مرسته او خوراکي توکي ووېشل شول.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري د مرکز پلعلم پر ۲۰۱۳ بېوزله او اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه زیاته کړه، هرې بېوزله کورنۍ ته ۲زره او ۹ سوه افغانۍ په بشپړ شفافیت سره ووېشل شوې او همدارنګه زیادو کورنیو باندې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي خواړه هم وېشل شوې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه د لوګر ولایت په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم ورته د بې وزله کورنیو سروې ترسره شوې ده او هڅه روانه ده چې ډير ژر به په یادو بېوزله کورنیو ورته نغدي او غیرې نغدي مرستې ووېشل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
هیره دې نه وې چې له دې وړاندې هم د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري په بې وزله او اړو کورنیو ورته نغدي او غیرې نغدي مرستې وېشل شوې دي.