Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۱۵۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو مرستې ووېشل شوې

7a7c1b21-67f8-4df2-916b-2e5f79f96495

د میدان‌وردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې له ۱۵۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.

د یاد ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته د دایمیرداد ولسوالي د بېلابېلو کلیو په هغه کورنیو ووېشل شوه چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې هرې سېلاب‌ځپلې کورنۍ باندې دوه بوجۍ ۵۰ کیلويي غنم، یوه بوجۍ وريځې، اشپزخانې یو کېټ او همدارنګه د روغتیا برخه کې د عامه پوهاوي مواد ووېشل شول.

جلالي زیاته کړه، شوې مرسته سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته بسنه نه‌کوي او هڅه کوي چې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د دغه ولایت په دایمیرداد او پاتې ولسوالیو کې پر سېلاب‌ځپلیو کورنیو ورته مرستې ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام